دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 162044
کندهار ښار کې چاودنې د سرحدي ځواکونو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان وژلی
پیښه نن سهار د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوه او په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي.
په کندهار ښار کې د سرحدي ځواکونو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان جانان ماما د چاودنې په ترڅ کې وژل شوی.
امنیتي سرچینې وایي، پیښه نن سهار د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوه او په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي.
چارواکي زیاتوي، چې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوه نور کسان ټپيا هم شوي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0iqs02bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته