دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 162062
جمهور رئیس غني د پاکستان لپاره د برتانیا عالي کمیشنر خپل حضور ته ومانه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پاکستان لپاره د برتانیا عالي کمیشنر توماس ډریو نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.

د پاکستان لپاره د برتانیا عالي کمیشنر د جمهور رئیس غني مدبرانه رهبرۍ ته په اشارې وویل، د کابل پروسې کنفرانس کې وسلوالو افغان طالبانو او پاکستان ته ستاسو د سولې بلنې او دولت په دولت د مذاکراتو وړاندیز د بحث ماحول ته مثبت بدلون ورکړی.
توماس ډریو د افغانستان او پاکستان تر منځ د دولت په دولت مذاکراتو پیل مثبت اقدام  وباله او زیاته یې کړه، هېواد یې د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
جمهوررئیس غني د پاکستان لپاره د برتانیا عالي کمیشنر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، سوله د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب دی. هغه زیاته کړه، خلکو ته د ارام او سوکاله ژوند د برابرولو لپاره موږ هر ډول اقدام ته چمتو یوو.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ حاضر یوو چې د دولت په دولت مذاکراتو له لارې له پاکستان سره ټول مسایل په اساسي توګه حل کړو. هغه  د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کېدل او د دواړو هېوادونو خلکو ته د هوسا او سوکاله ژوند برابرول مهم وبلل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceiqsi2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته