دغه عملیات د ترهګرو د له منځه وړلو او امنیت د ټینګښت په موخه په ننګرهار، کنر، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، ارزګان، فاریاب، بلخ او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، د چهارشنبې په ورځ د روان کال د وري په ۲۹ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یاد وزارت د پوځي لاسته راړونو په اړه خبرې کولې، زیاته یې کړه: "چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، ۱۱ ترهګر د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ ، ۱۵ ترهګر د غزني په مقر، واغظ او اندړو ولسوالیو او ۵ ترهګر د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې وژل شوي دي."
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۲۴ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د برید جنرال رادمنش په وینا، همدا اوس په ۱۱ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۵ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۶ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم یو هوایي برید شوي دي.
برید جنرال رادمنش ټینګار وکړ، چې د ترهګرو په له منځه تللو سره به یادو ولایتونو امنیتي حالت ډاډمن او د ټولګټو پروژو د پلي کېدو زمینه به پکې برابره شي.
جنرال رادمنش دغه راز زیاته کړه، چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرو پر وړاندې په تعرضي حالت کې دي او ترهګرو یې پر وړاندې د درېدو توان له لاسه ورکړی دی.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به په هر ډول حالاتو کې د ترهګرو پر وړاندې ودرېږي او هغوی به له منځه یوسي.