دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 162085
عبدالله عبدالله: افغان او پاکستانې ځواکونو ترمنځ نښته د پاکستانې ځواکونو سرغړونو له امله رامنځته شوي
د ملی یووالی حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایی چی هغه نښتې چی په خوست ولایت کې د افغان ځواکونو او پاکستانې ځواکونو ترمنځ رامنځته شوي دی، د پاکستانې ځواکونو سرغړونو له امله رامنځته شوی دی.

نوموړی پرون له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې د ورته نښتو د مخنیوي په موخه له پاکستان سره خبرې روانې دي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د پاکستاني پوځیانو جسدونه پاکستان ته سپارل شوي دي او د نورو پیښو د مخنیوي په خاطر په ډیپلوماټیکو او پوځي کچه خبرې اترې دوام لري.
په ورته وخت کې پاکستاني رسنی خبر ورکوي، چې د خوست او کرمې ایجنسی قومي مشرانو به د یکشنبې په ورځ د پیښې په اړه خبرې وکړي.
په خوست ولایت کې ځایي چارواکي وایي، د یکشبنې په سهار شاوخوا اته بجې د پاکستان ملیشې ځواکونو د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په جنډو سر او بادښاوان سیمو په پوستو برید وکړ، چې د خوست میړنیو سرحدي ځواکونو او د سیمې د غیورو او په وطن مینو ولسونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او د دوی دا ناوړه کړنه یې له ماتې سره مخامخ کړه.
 
 
https://avapress.com/vdch6inzm23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته