دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 162112
د اوبو او انرژی وزارت وایی چی هند غواړی چی د سروبی او باغ دره برښنا بندونو کې سرمایه ګذاری وکړی او ددی بندونو مشخصاتو غوښتونکې دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سرهو هند هغه هیواد دی چی د برښنا انرژی تولید لویو بندونو جوړولو په برخه کې ډیر تجربه لری.
اوس د معتبرو اسنادو په اساس چی د یک تلویزیون په اختیار کې قرار نیولی دی، هند ددی زړه ښودلي چی د باغ دره او سروبی-دو بندونو کې سرماه ګذاری وکړی.
آصف غفوری د اوبو او انرژی وزارت عمومی اړیکو مسؤول دا قبول کړه چی هند د افغانستان حکومت څخه غواړی ددی لویو بندونو مشخصات وروسپاری؛ خو د هغه په وینا هغه تراوسه د هند سرمایه ګذاری شکل او نوعیت په اړه کوم معلومات نه لری.
د ګزارشونو په اساس، د باغ دره برښنا بند چی د پنجشیر او غوربند دریا باندی جوړ شوی لږ ترلږه ۳۰۰ میګاوات برښنا به تولید کړی او په سیمه کې به د برښنا لویو بندونو څخه وی.
همدارنګه د سروبی-دو برښنا بند نږدی ۱۰۰ میګاواتو پوری به برښنا تولید کړی.
پرویز کاوه د هیواد ورځپاڼه لیکونکو څخه په دی اړه وویل چی افغانستان حکومت باید هیواد اساسی زیربناوو جوړونو کې مهم فرصتونه له لاسه ورنه کړی.
د ریپورتونو په اساس، هند مخکې له دی د هرات په ولایت کې د سلما برښنا بند جړ کړي.
 
https://avapress.com/vdcizrazrt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته