کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستانې پوځونو له لوری جوړو شویو پوستو کې افغان سرحدی ځواکونو ځای پرځای کیدنه

30 حمل 1397 ساعت 10:36

پکتیا ولایت سیمه ایز چارواکې وایی چی د ډنډه پټان ولسوالی اړوند انځرکې کنډو او ټوپ سر کې هغو پوستو کې چی پاکستانې پوځویانو له لوری جوړ شوی وو، افغان سرحدی ځواکونه ځای پرځای شول.



د پکتیا ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې یادې سيمې چې په تېرو دریو کلونو کې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وې، د افغان ځواکونو د نشتون نه په استفادې پکې پاکستاني پوځ ته د پوستو جوړولو زمينه برابره شوې وه، خو د تېرو دریو ورځو په لړ کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا د عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې او د افغان دولت تر حاکميت لاندې راوستل شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ د افغان او پاکستاني خواوو تر منځ تر بریاليو خبرو اترو اترو وروسته پاکستانيان دې ته اماده شول، چې نن له غرمې مخکې د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د انځرکي کنډو او ټوپ سر په سيمه کې خپلې جوړې شوې پوستې افغان ځواکونو ته تسليم کړي.
د ولایت مقام په وینا، چې د سه شنبې په ورځ انځرکي کنډو ته د خپل سفر پر مهال پکتيا والي شميم خان کټوازي پاکستانۍ خوا ته ګوتڅنډنه کړې وه، چې د خپلې پوستې ورټولې کړي، کنه نو د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
 


د مطلب کود: 162116

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162116/پاکستانې-پوځونو-له-لوری-جوړو-شویو-پوستو-کې-افغان-سرحدی-ځواکونو-ځای-پرځای-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com