کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې امریکایی سمندري ځواکونو نوی ماموریت او په وړاندی یی بیلابیل نظرونه

30 حمل 1397 ساعت 10:46

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نوی راپور کې راغلی دی چی امریکا بحری ځواکونه د افغانستان لپاره نوی ماموریت کې شامل شوی او دا ماموریت به د وسله والو مخالفینو څخه د سیمو بیرته نیولو لپاره په ښه ورشی.



د ولسي جرګې یو شمېر غړي د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د دغو ځواکونو عملیات مهم بولي وايي چې دا ځواکونه کولای شي د حکومت له واکه وتلې سیمې بېرته ونیسي.
د یادې جرګې د دفاعي کمېسیون غړي خالد پښتون ویلی چې په افغانستان کې د امریکا د سمندري ځواکونو مأموریت یوه اړتیا ده، خو تر څنګ‌یې باید پر پاکستان هم فشارونه ډېر شي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نوي راپور کې راغلي دي چې د امریکا بحري ځواکونه د افغانستان لپاره په نوي مأموریت کې شامل شوي او دا مأموریت د هغې سیمو د بېرته نیولو لپاره دی چې دا مهال د وسله‌والو مخالفینو په واک کې دي.
په دغه راپور کې راغلي، دا وخت طالبان د افغانستان په ۵۶ سلنه خاوره کې فعالیت لري چې د امریکا سمندري ځواکونه به‌يې د بېرته نیولو مأموریت پر مخ یوسي، په راپور کې د دغو ځواکونو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویل شوي.
خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې د امریکا سمندري ځواکونه په مخامخ جګړو کې برخه نه‌اخلي، بلکې د افغان ځواکونو سره به د وسله‌والو مخالفینو په ځپلو کې مرسته وکړي.
 


د مطلب کود: 162118

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162118/افغانستان-کې-امریکایی-سمندري-ځواکونو-نوی-ماموریت-او-په-وړاندی-یی-بیلابیل-نظرونه

آوا
  https://www.avapress.com