دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 162123
مهاجرینو وزارت :ترکیه له تفاهم پرته افغانان وطن ته ستنوي
د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت، وايي، چې ترکیې دغه وزارت سره د مخکیني تفاهم پرته له خپل هیواد څخه په سلګونو افغان کډوال افغانستان ته شړلي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې له ترکیې څخه وطن ته په ډله ییز ‌ډول د افغان مهاجرینو د ستنولو وروسته د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت معین د افغان مهاجرینو پر مسله د خبرو لپاره ترکیې ته تللی دی.
محمد رضا باهر وویل، په رسنیو کې چې کومې شمیرنې خپرې شوي ترکیې حکومت په تیرو دوو اونیو کې شپږ زره ۸۴۰ افغان مهاجر له خپل هیواد څخه په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
ښاغلي باهر وویل " د ترکیې هیواد له مونږ سره هیڅ مخکینی تفاهم نه لری، او په دې برخه کې حتی زمونږ وزارت ته له مخکې هیڅ کومه خبرتیا هم نه ده ورکړې".
د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت دغه چارواکی هیله لري، چې ترکیې ته د افغان پلاوي سفر به په دې برخه کې ښې پایلې ولري.
وطن ته د مهاجرینو د ستنیدلو بهیر چټک شوی
د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، د تیرو دوو کالو پرتله د ۲۰۱۸ میلادي کال په دریو لومړیو میاشتو کې وطن ته د ستنیدونکو افغان مهاجرینو ستنیدلو کې زیاتوالی راغلی دی.
دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر وویل، چې د روان میلادي کې له ۱۶۹ زرو څخه زیات افغان مهاجرین له ایران او پاکستان څخه وطن ته ستانه شوي، چې دا شمیر په تیر ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۸۰ زره او په ۲۰۱۶ کال کې ۱۰۶ زره تنو ته رسیده.
ښاغلي باهر وویل" په تیرو دریو کلونو کې له اروپايي هیوادونو څخه هم د مهاجرینو ستنیدلو بهیر صعودي مسیر درلود، چې دا شمیر په ۲۰۱۶ کال کې ۵۰۸ تنه، په ۲۰۱۷ کال کې ۶۵۸ تنه او د روان میلادي کال په دریو لومړیو میاشتو کې له دوو زرو تنو څخه زیات دی".
د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د وینا له مخې اکثره افغانان له اروپايي هیوادونو څخه په خپله خوښه ستانه شوي دي.
دغه وزارت د یو شمیر اروپایي هیوادونو سره یو شمیر تفاهم لیکونه لاسلیک کړي، چې له مخې هرکله، چې په دغو هیوادونو کې د افغان مهاجرینو د پناه اخیستلو غوښتنلیکونه ردیږي، دغسې افغان مهاجر خپل هیواد ته ستنول کیږي.
د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت، د اټکل له مخې ټاکل شوې په روان میلادي کال کې به تر یو میلیون پورې افغان مهاجرین له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شي.
د دغه وزارت د اټکل له مخې ۷۰۰ سوه زر به له پاکستان او شاوخوا ۳۰۰ سوه زر له ایران څخه هیواد ته ستانه شي.
د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په تیر میلادي کال کې له پاکستان او ایران څخه ۶۰۰ سوه زره او له اروپايي هیوادونو څخه شاوخوا درې زره افغان مهاجرین وطن ته ستانه شوي. 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauun6e49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته