کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسی جرګې ته د ملی امنیت عمومی رئیس استیضاح او بیلابیل غبرګونونه

30 حمل 1397 ساعت 16:28

د ولسی جرګې رئیسانو کمیټې پریکړه کړي ترڅو د ملی امنیت عمومی رئیس ستانکزی دی جرګی ته استجواب شی خو د جرګې دا پریکړه ډیر غبرګونونه راپارولي ده.


ځینی سرچینی وایی چی حکومت به د ښاغلی ستانکزی د ورتګ مخه ونیسی.
د سرچېنو په وینا، ولسي جرګه د دې صلاحیت نه‎لري چې د ملي امنیت عمومي رئیس، د افغانستان بانک رئیس، د سرې میاشتې رئیس او لوی څارنوال استیضاح کړي.
د ولسي جرګې د رئیسانو کمېټې پرون چهارشبنې پرېکړه وکړه چې په راتلونکې چهارشنبې په ورځ دې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي استجوابیه غونډې ته استیضاح شي.
د ولسي جرګې رئس عبدالروف ابراهیمي په دې اړه وویل، چې د جرګې د رای ګېري له مخې د افغانستان ملي امنیت ریاست د عمومي رئیس د استیضاح په  موضوع د چهارشنبې په اجنډا کې شامله شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ځینو غړو د رئیسانو کمېټې د پرېکړې په اړه بېلا بېل غبرګونونه ښودلې دي.
د جرګې ځینې غړي د رئیسانو کمېټې دغه پرېکړه غیر اصولي او غیر قانوني وبللې خو یو شمېر نور وکیلان د دغه پرېکړې ملاتړ کوي.
بلخوا د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست ویلي، چې  ښاغلی ستانکزی د ولسي جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون په غوښتنه استیضاح کېږي.
 


د مطلب کود: 162146

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162146/ولسی-جرګې-ته-د-ملی-امنیت-عمومی-رئیس-استیضاح-او-بیلابیل-غبرګونونه

آوا
  https://www.avapress.com