دخپریدو نیټه :جمعه ۳۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۵
د مطلب کود : 162155
قدس ته دامریکا سفارت ژیر لیږد لپاره د ترامپ تمایل
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر اعلان کړ چی ددی لپاره میل لرم ترڅو د امریکا سفارتخانه د تل آویو څخه قدس ته ولیږل شی او هغه هم په همدی راتلونکې میاشت کې. قرار دی چی موقت سفارتخانه د می په ۱۴ افتتاح شی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر په خپل توئیتر کې د اسرائیل خلګو څخه منه وکړ او اعلان کړ چی امریکا هیڅ وقت ددی څخه ښه ملګری نه لری.
یو کنسولګری د قدس په یو سیمه کې د امریکا په سفارتخانه باندی بدل شوی دی. دا ځای به د امریکا سفیر دفتر کوربه او ځینی دفترونو لرونکې به وی. د پراختیا لپاره یی ځینی طرحی د ۲۰۱۹ کال په پای کې شتون لری.
قدس ته دامریکا سفارت لیږد لپاره تصمیم په تیر دسمبر کې ونیول شو او په حقیقت کې د اسرائیل او فلسطین په مناقشه کې د مستقل منځګړیتوب په حیث پاته کیدو کې لوی خنډ رامنځته کړه.
دا حرکت همدارنګه پراخ غبرګونونه په خلګو کې بالخصوص په فلسطینیانو کې رامنځته کړی دی. د سازمان ملل عمومی مجمع هم د یو قطعنامه په تصویب سره هغه غندلی دی.
 
https://avapress.com/vdcft0dytw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته