دخپریدو نیټه :جمعه ۳۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۷
د مطلب کود : 162156
عربستان؛ د ۳۵ کالو وروسته په سینما کې د لمړۍ فیلم خپریدنه
د هغه قرارداد په اساس چی د تیر میلادی کال دسامبر میاشت کې د عربستان او امریکا شرکت AMC ترمنځ امضا شو قرار دی ترڅو ۵ کالو پوری به ۴۰ سینما سالن په ۱۵ بیلابیلو ښارونو کې په عربستان کې رامنځته شی.

د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخې، د لمړۍ ځل لپاره د ۳۵ کاله وروسته، په عربستان کې د سینما پر پرده باندی یو فیلم خپره شوه. دا امریکایی فیلم د ( تور پلنګ ) په نامه د سینما خلګو ته خپاره شوه او یواځې هغه کسان وتوانیدل چی ګډون وکړی چی ورته دعوت نامه استول شوی وو.
سربیره پردی قرار دی دا فیلم ډیر ژیر د عمومو لپاره هم خپاره شی. د عربستان مقاماتو په ګزارش سره ددی فیلم خپریدنه به د جمعی په ورځ د ټولو لپاره شروع شی او ددی هیله شته ورڅخه ډیر ښه راغلاست وشی. ویل کیږی د فیلم عمومی نمایش یواځې د څو ورځې لپاره ادامه لری.
مخکې له دی اعلان شوی وو چی عمومی سینما ګانې به د ثور میاشتې په شروع کې، په کار شروع وکړی.
په عربستان کې د سینماګانو رامنځته کیدنه د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان اصلاحاتو برنامو څخه دی.
 
https://avapress.com/vdcgnx9q3ak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته