په هلمند کې څلور خصوصي مخابراتي شبکې فعالیت لري چې د لښګرګاه ښار په ګډون د هلمند په ځینو نورو برخو کې انټرنیټي خدمتونه هم وړاندې کوي.
د هلمند د مخابراتو ریس امیدالله زهیر وايې چې وسله والو طالبانو د مخابراتي شبکو مسئولینو ته د دې کار لامل دا په ګوته کړی چې د هلمند په روانو نظامي عملیاتو کې د نظامي موخو لپاره له یادو شبکو څخه کار اخلي.
خو د مخابراتي شبکو د فعالیت په غبرګون کې د هلمند د سولي د پرلت غړو په یوه اعتراضیه لاریون کې نیوکه وکړه چې د مخابراتي شبکو د فعالیت په دریدو سره د دوی د جوړېدونکې ۳۰ زره کسیزه غونډې د مخ نیوي هڅه کیږي.
د هلمند د سولي د ولسي حرکت یو تن مخ کښ تنظیمونکې اقبال خیر که څه هم پدې برخه کې د کوم چا نوم یاد نکړ خو زیاته يې کړه چې دا کار د دوی د غږ د غلي کولو لپاره شوی.
د هلمند مطبوعاتي دفتر وايې چې ستونزه يې د مخابراتو د وزارت سره شریکه کړې او په حل کې به يې ممکن ژر عملي ګامونه پورته شي.