دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۴
د مطلب کود : 162174
افغانستان او چین د همکاریو او اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، چې د چین د ولسي جمهوریت ته یې رسمي سفر کړی، تیره ورځ یې د نوموړي هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي وانګ يي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاريو پر پراختیا خبرې وکړې.
 
دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخي، دوستانه او دودیزو اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هدفمندې ملګرتیا د دوام او پراختیا پر څرنګوالي وغږیدل.
 
ملي امنیت سلاکار وویل، چې د سیمې روان حالت ته په کتو سره ته په کتو سره په افغانستان او سيمه کې د سولې او سیمه ییز ثبات د ټینګښت له پاره اړتیا زیاته شوې او د دې اړتیا د اهمیت په پام کې نیولو سره یې په سيمه کې د چين د سياسي مشرتابه د رغنده رول د زياتيدو وړاندیز وکړ. ملي امنیت سلاکار همدارنګه د افغانستان او چین ترمنځ د همکاریو او اړیکو پر پراختیا او دوام ټینګار وکړ، چې په دې سره به د داړو هېوادونو ترمنځ دهمکاریو نوی باب پرانستل شي.
 
ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې بهیر په بریالیتوب، اقتصادي همکاریو په بهبود او په ځانګړي توګه د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا کې د چین رول مهم وباله.
 
د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ یي وویل، چې د چین سیاسي رهبري افغانستان ته د یوه مهم ګاونډي هېواد په سترګه ګوري او په افغانستان کې د سولې او ثبات له بهیر څخه ملاتړ کوي. ښاغلي وانګ يي زیاته کړه، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګریزو ګروپونو د له منځه وړلو په برخه کې به خپلې مرستې د پخوا په پرتله نوره هم زیاتې کړي.
 
د چین د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په دوه اړخیزو خبرو کې د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون په موخه د چین ولسي جمهوریت ته د افغانستان د جلالتماب ولسمشر د سفر پر څرنګوالي هم خبرې وشوې. دواړه لورو چین ته د ولسمشر سفر مهم و باله او هوکړه یې وکړه، چې د همکارویو او لازم چمتووالي په موخه دې د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي پیاوړي شي.
 
ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر همدارنګه په افغانستان کې د چین لخوا د لویو پروژو په ځانګړي توګه د عینکو د مسو او آمو سیند د نفتو پروژو د تطبیق په برخه کې د موجوده ستونزو يادونه وكړه او زياته يې کړه، چې د ستونزو د حل په موخه دې د واړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ خبرې اترې وشي او په دې برخه كى يې د چین حکومت ته بلنه ورکړه، ترڅو یو تخنیکي ټیم افغانستان ته ولیږي، چې له اړوندو ادارو سره د ستونزو پر هواري ګډ کار وکړي.
 
په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو ناستو په دوام هم خبرې وکړې، په ناسته کې هوکړه وشوه، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو راتلونكى غونډه به په کې افغانستان کې دایریږي. همدارنګه د بهرنیو چارو د معينانو په كچه هم د درې اړخیزې ناستې پر جوړیدا پریکړه وشوه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgux9qtak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته