دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 162190
ملی وحدت حکومت ټاکنو لپاره نوم لیکنې بهیر کې د خلګو ساړه ګډون څخه اندیښمند دی
اشرف غنی د هیواد ولسمشر د مشرانو او ټاکنو کمیسیون غړو څخه سپارښتنه کړي ترڅو حکومت، کمیسیون، دینی عالمان او مدنی بنسټونه دی د عامه پوهاوی پروګرام کې کار وکړي.
عبدالله عبدالله د هیواد اجرائیه رئیس د نوم لیکنې بهیر څخه ناخوښه دي او وایی، چې تر دې دمه خلک نه دي پوهیدلي، چې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې د دوی د نن او سبا لپاره هر څه دي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله یو ځل بیا له خلکو وغوښتل، چې د ټاکنو لپاره په نوملیکنه کې پراخ ګډون وکړي.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزي مرستیال  محمد یونس قانوني د نوملیکنې پیکه بهیر د ټاکنو تر سره کیدو ته ښه زیری نه بولي او د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه کوي.           
د کندهار امنیه قومندان د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو ګډون اجباري کړی او ویلي یې دي، چې له نوملیکنې پرته به یې غوښتنلیکونه لاسلیک نشي؛ خو حکومت له دغه راز پرېکړې سره مخالف دی.
د اجرائیه رییس ویاند  مجیب رحمان رحیمي په ټاکنو کې د خلکو د تاوده ګډون هیله کړې او وایي، چې د حکومت په دې بهیر کې د اجبار په نوم څه نشته او مونږ یې پلوي نه یو.          
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د پروګرامونو مدیر نعیم اصغري وایي: که له لس میلیون رای ورکوونکیو څخه یو میلیون وګړي رای ورکړي؛ د ټاکنو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي.             
ویل کیږي، چې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو د پیکه حضور یو دلیل ناسمې پرېکړې او د عامه پوهاوي د پروګرام نشتون دی؛ خو کمیسیون وایي، چې د اړتیا په صورت کې به د نوملیکنې بهیر وغزول شي.
 
https://avapress.com/vdceow8z7jh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته