د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، ښاغلي حیکمي د پیسو د نړیوال صندوق له اجرائیوي مرستیال میټسو هیروفروسوال سره د اقتصادي او د بانکدارۍ سکټور په مسایلو خبرې کړې دي.
نوموړي وویل، د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي مرستیال، د افغان حکومت له لورې د ملي عوایدو لوړېدو او د ۱۳۹۷ کال په ملي بودجه کې د اړینو او معیاري اصلاحاتو ستاینه کړې او یوځل بیا یې د حکومت له اصلاحاتي اجنډا خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د یادونې ده چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په رسمي سفر د امریکا متحده ایالتونو واشنګټن ډي سي ته د پیسو نړیوال صندوق «IMF» او نړیوال بانک یا «WB» په پسرلنیو ناستو کې د ګډون په هدف تللی دی.