دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 162207
د۱۵۰میلیارډ ډالرو په ارزښت د مرمرو ډبرو زیرمو په اړه د حکومت پرېکړه
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، د د اقتصادي عالي شورا تېره اوونی د مرمرو او ګرانیټ ډبرو د استخراج او پروسس د پانګونې طرحه او دغه راز په افغانستان کې د مرمر ډبرو د صنعت طرحه یې تائید کړه.
سرچینه زیاتوي، چې غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری جوړه شوې وه او په ترڅ کې یې د مرمر ډبرو د صنعت په اړه د کانونو او صنایع خونې په همکارۍ د کانونو او سوداګرۍ وزارت پر ګډ راپور  بحث وشو.
د ارګ ماڼی په وینا، له هر اړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه  تائید او پریکړه وشوه چې واضح تخنیکي معیارونه باید عملي شي او هغه شرکتونه چې معیار  (سټنډرډ) مراعتوي تعرفه دې پرې راکمه شي.
ولسمشر غني وویل، حکومت د پانګونو هرکلی کوي او باید د پانګونو ډول او د هغې موثریت تشخیص شي.
د افغان چارواکو په وینا، د لومړني اټکل له مخې په افغانستان کې د مرمر ډبرو زیرمې تر ۱۵۰ ملیاردو ډالرو زیاتې دي چې کابو ۲۵ استخراجي او ۱۰۸ د پروسس شرکتونه پکې فعالیت کوي.
د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې غونډې د مرمرو او ګرانیت ډبرو د استخراج او پروسس پر پانګونې د نیچرل سنګ پروسس شرکت پر طرحې تفصیلي بحث وکړ او فیصله وشوه چې یادې کمپنۍ ته قرارداد ورکول شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې غونډې پریکړه وکړه چې مالیې وزارت دې په دې برخه کې د ګمرکي معافیت په خاطر فیصدي په پام کې ونیسي او د صنعتي برېښنا په برخه کې دې د افغانستان برېښنا شرکت زمینه برابره کړي.
ټاکل شوي په دې برخه کې نیچرل مپنۍ ۱۵ میلیونه  ډالر پانګونه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzx0f5yt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته