دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 162214
لیزری بمونو څخه د افغان ځواکونو بیا ځلی ګټه اخیستنه
د ناتو ماموریت په افغانستان کې وایی چی افغان هوایی ځواکونه د مارچ میاشت راهیسی تر پنځه ځلې ډیر د لیزری بمونو څخه کار اخیستی دی.

 افغان هوایي ځواکونو تېره میاشت د A-29 ډوله الوتکو په وسیله GBU-58 لیزري بم د طالبانو پر یوه پټنځای وغورځولی.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د راپور له مخې، چې په سیمه کې د ملکي وګړو تلفاتو او د هغوي ملکیتونو ته د زیان د مخنیوي په موخه افغان هوایي ځواکونه د طالبانو پر هدف دغه بم کارولی دی.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په وینا، افغان هوايي ځواکونه او منسوبینو دغه ماموریت په خپلواکه توګه ترسره کړل په داسې حال کې چې دوی کابو درې میاشتې مخکې د لیزري بمونو د کارولو په اړه روزنې ترلاسه کړل.
په همدې حال کې په افغانستان کې میشت د امریکا متحده ایالتونو پوځ په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې په مارچ میاشت کې د داعشیانو او طالبانو د ځپلو په موخه له ۳۳۹ رهبري شویو بمونو کار اخیستل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcb85b8arhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته