دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 162240
کابل ښار کې د ماین چاودنې مخه ونیول شوه
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې د یوې ماین د چاودنې مخه نیولې ده.

یوه امنیتي سرچینه وایي، د دولت ضد وسله والو غوښتل د یوې مقناطیسي میان په وسیله د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې به مربوطاتو کې ترهګریز برید ترسره کړي خو خپل موخې ته د رسېدو مخکې ځای پر ځای شوی ماین د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړای شو.
سرچینه زیاتوي، چې دغه میان د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه وزیر په سیمه کې ځای پر ځای شوی و.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والې ډلې په وروستیو میاشتو کې هڅې کوي ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خونړی بریدونه ترسره کړي.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو تېره اوونی وویل، چې د کابل د چهار اسیاب ولسوالی په مربوطاتو کې له یوې زیارت څخه یوه خود سازه ماین کشف شوې ده.
چارواکي زیاتوي، چې دغه خود سازه ماین د جرنېل قلعې په زیاریت کې ځای پر ځای شوی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayun6w49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته