دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۶
د مطلب کود : 162252
د رای ورکوونکو نوم لیکنې پروسی ماتې احتمالی پایلو لپاره د عبدالله عبدالله خبرداری
عبدالله عبدالله؛ د ملی وحدت حکومت اجرائیه رئیس اعلان کړ چی په افغانستان کې د رای ورکوونکو نوم لیکنې پروسی ماتې په صورت کې سیاسی وضعیت د لوی مشکل سره مخ شی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی عبدالله چی پرون، شنبه د ثور په اوله، د افغانستان وزیرانو فوق العاده شورا په ناسته کې خبری کولې، وویل یواځې هغه کسان د رای ورکولو حق لری چی نوم لیکنه وکړی.
هغه ټینګار وکړ چی د رای ورکونې کارت چی مخکې د ټاکنو کمیسیون له لوری صادر شوی وو، نور اعتبار نه لری او په دی کارتونو سره نور هیڅوک په ټاکنو کې ګډون نه شی کولای. ښاغلی عبدالله دی ته په اشاره سره چی د ۲۰۱۴ کال ریاست جمهوری ټاکنې د خلګو د بی اعتمادی لامل شوی، زیاته کړه چی د رای ورکوونکو نوم لیکنه د تقلب څخه مخنیوی لپاره تر ټولو ښه لاره ده او حتی ټاکنیز متخصصان دا تګلاره د پراخ تقلب څخه مخنیوی لپاره توصیه کړی دی.
افغانستان اجرائیه رئیس وویل چی رای ورکوونکې یواځې په هغه ځای کې رای ورکولای شی چی هلته نوم لیکنه کړي وی. د هغه په وینا، دا نوم لیکنه یواځې پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره نه دی، بلکه د ریاست جمهوری او ولایتی شورا ټاکنو کې هم دا نوم لیکنې د اعتبار وړ دی.
ښاغلی عبدالله د خلګو حخه وغوښته ترڅو نوم لیکنه وکړی ترڅو راتلونکې کې د رای ورکولو حق څخه محروم پاته نه شی.
د بی بی سی د ریپورت په اساس، د افغانستان ټاکنو کمیسیون اعلان کړی چی د نوم لیکنې پروسی شروع کیدو څخه یو اونۍ تیریدو سره تراوسه په ټول هیواد کې ۱۵۸ زره کسه نوم لیکنه کړي.
د افغانستان ټاکنو کمیسیون برنامه پهاساس دا پروسه د ثور تر ۲۳ نیټې پوری د ولایتونو په مرکزونو کې او ثور ۲۵ څخه تر جوزا اووم پوری د ولسوالیو په مرکزونو او د جوزا نهم څخه تر جوزا ۲۲ پوری په کلیو کې ترسره کیږی.
 
https://avapress.com/vdcdkx0fxyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته