دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۲
د مطلب کود : 162255
د طالبانو له لوری د سرپل صیاد ولسوالی کې ۶ پولیس شهیدیدنه
د سرپل ولایت سیمه ایز چارواکې وایی چی طالبانو د صیاد ولسوالی د امنیتی ځواکونو پر یو پوسته باندی برید کړی چی له امله یی ۶ تنه پولیس په شهادت رسیدلی او یو تن بل هم ټپي شوي دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ذبیح الله امانی، د سرپل ولایت والی ویاند ددی پيښی په تاییدولو سره وویل: دا پیښه تیره شپه ۱۲:۰۰ بجو په شاوخوا د (تربلاق) په کلي کې د امنیتی ځواکونو پر یو پوستی باندی رامنځته شوی دی.
هغه زیاته کړه: ۵ تنه مخالف وسله وال هم په دی پښه کې وژل شوی دی.
امانی وویل:په دی نښته کې ۶ تنه پولیس شهید او یو تن بل ټپی شوی ده.
د سرپل والی وویل: په حاضر حال کې په سیمه کې بیل بیل نښتې د امنیتی ځواکونو او دولت مخالفینو ترمنځ جریان لری او سرپل امنیتی چارواکې نور سرتیری سیمی ته استولی ترڅو طالبانو بریدونه په شا وټمبوی.
https://avapress.com/vdcgnx9qnak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته