دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 162260
کونړ ولایت کې داعش وسله وال مخابراتی شبکو باندی بندیز لګولي
داعش وسله وال د دوو اونیو راهیسی د کونړ ولایت پیچ درې دوو ولسوالیو ماڼوګي او چپه دره مخبابراتی شبکو فعالیتونه ځنډولی دی.

د کونړ ولایتي چارواکي وايي، د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې ګواښ کړی، چې که په دغو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې بیا فعالیت پیل کړي نو د دغو شبکو د انتنونو پایې به وسوځي او ساتونکي به یې ووژني.
د پیچ درې په دغو دوو ولسوالیو کې د ایم ټي ایم او سلام په نومونو دوه مخابراتي شبکې فعالې وې.
د کونړ د مخابراتو رئیس وویل، چې په قومي کچه یې هڅې پیل کړي تر څو دغه ستونزه حل شي .
د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي د ماڼوګي او چپې درې سربېره د وټه پور ولسوالۍ ځینو برخو کې هم د یوې مخابراتي شبکې یو انتن بند شوی دی.
ښاغلي مصمم وویل چې قومي مشران یې ولسوالیو ته ورغوښتي چې ددغو شبکو د بېرته فعالت لپاره هڅې وکړي.
ځايي اوسېدونکي وايي، د شبکو له بندېدو سره له سختو ستونزو سره مخ شوي او له حکومت او قومي مشرانو نه یې په دې برخه کې د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د کونړ ولایتي چارواکي وايي، چې دغه شبکې له تېرو دوو اونیو راهیسې بندې شوې دي.
د کونړ په دوو ولسوالیو کې دا مخابراتي شبکو فعالیت په داسې حال کې ځنډول شوی، چې وسله والو طالبانو د هلمند په ولایت کې له یوې اونۍ راهیسې د ټولو مخابراتي شبکو فعالیت ځنډولی دی.
https://avapress.com/vdcceiqsx2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته