کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار په برچي کې ځانمرګی له ۲۰ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

2 ثور 1397 ساعت 11:29

امنیتي چارواکي وایي، د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزه د قلعه ناظر د اړوند سیمې د تذکرو د وېش او ټاکنو لپاره د نوملیکنې پر مرکز ځانمرګی برید شوې، چې په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.


امنیتي چارواکي وایي، د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزه د قلعه ناظر د اړوند سیمې د تذکرو د وېش او ټاکنو لپاره د نوملیکنې پر مرکز ځانمرګی برید شوې، چې په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د سیمې اوسیدونکي وایي، چې چاودنه د شپږمې ناحیې د اړوند سیمې د آصف مایل د ښوونځي شاته د ټاکنو د نوملیکنې د بهیر لپاره د تذکرو اخیستلو پر څانګه رامنځته شوې ده.
امنیتي چارواکو پېښه تائید کړې او ۵ چې په دې برید کې ۴ کسه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي ، چې ۶ جسدونه او ۲۳ ټپیان اړوند روغتونونو ته لیږدول شوي دي


د مطلب کود: 162273

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162273/د-کابل-ښار-په-برچي-کې-ځانمرګی-له-۲۰-ډېرو-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com