دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 162277
د کابل خونړی چاودنې په اړه د طالبانو دریځ
په افغانستان کې د طالبانو وسله واله ډله د کابل په نننی چاودنه کې د یاد ډلې ښکېلتیا رد کړه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو بیان په نشورو له سره ویلي، چې د کابل د نن ورځې چاودنه د اسلامي د مجاهدینو پورې اړه نه لري.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو له دې وړاندې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو هم په کابل کې د ورته بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو تائید کړې چې د دیارلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي.
چارواکي زیاتوي، چې د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۳ کسان ټپيان هم شوي.
په همدې حال کې د کابل د امنیه قومانداني چارواکي وایي، د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰ زیات کسان ټپیان دي.
عیني شاهدان وایي پیښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې یو شمېر کسان وژل شوي او یا هم ټپیان دي.
د عیني شاهدانو په وینا، پیښه د قلعه نذیر اړوند د نفوذو د ثبت او احوال ریاست یوې مرکز ته څېرمه رامنځته شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0un6049niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته