دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 162282
کابل کې د رای ورکوونکو تذکرو باندی نښلیدونکې سټیکرونه په کابل کې خرڅیږی
ولسی جرګې ځینی غړۍ وایی چی کوم سټیکرونه چی د رای ورکوونکو پر تذکرو باندی نښلول کیږی، په کابل ښار کې خرڅیږی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او امنیتی ځواکونو پر کړنو په انتقاد سره وویل چې که د انتخاباتو په وړاندې شته ستونزې لېرې نه شي، راتلونکي انتخابات به راڼه نه وي.
په ځینو سیمو کې د امنیت نشتوالی، له انتخاباتو سره د خلکو نه لېوالتیا، د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې لنډ بهیر او په کابل ښار کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د سټیکرونو خرڅون، هغه موارد دي چې د ولسي جرګې د ځینو غړو په خبره، د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې خنډ ګرځي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون پرته له دې چې اسناد وړاندې کړي، ادعا وکړه چې کوم سټیکرونه چې د رأیو ورکوونکو پر تذکرو لګول کېږي، په کابل ښار کې خرڅېږي.
دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته کېږي چې په پام کې ده، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات، د روان لمریز کال د میزان په ۲۸ مه تر سره شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، په وروستۍ یوه اوونۍ کې په ټول افغانستان کې، یو لک او ۸۹ زرو کسانو نومونه لیکلي دي.
https://avapress.com/vdcg7x9qxak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته