دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 162300
کابل ښار برچی سیمه کې د تذکرو مرکز باندی ځانمرګی برید ۳۰ کسانو څخه دیر وژلی
په کابل ښار د شپږمی امنیتی حوزه د قلعه ناظر اړوند سیمه کې نن د تذکرو د ویش او ټاکنو لپاره نوملیکنې پر مرکز د ځانمرګی برید له امله ۳۰ څخه ډیر کسان وژل شوی او ۵۰ نور ټپیان شوی دی.
 
د کورنیو چارو وزارت د دفتر ویاند نجیب دانش ویلي، چې له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان دي.
د سیمې اوسیدونکي وایي، چې چاودنه د شپږمې ناحیې د اړوند سیمې د آصف مایل د ښوونځي شاته د ټاکنو د نوملیکنې د بهیر لپاره د تذکرو اخیستلو پر څانګه رامنځته شوې، چې په کې ډېر ځاني زیان اوښتی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویلي ، چې ۳۱ جسدونه او ۵۵ ټپیان اړوند روغتونونو ته لیږدول شوي دي. 
عامې روغتیا وزارت د ۱۰ ټپیانو روغتیایِ حالت د اندېښني وړ ښودلی دی. 
داعش ډلې د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.
که څه هم امنیتي چارواکي د بشپړ امنیت نیولو ټینګار کوي؛ خو دا لومړنی ځانمرګی برید دی، چې د نوملیکنې د روانو دوه اوونیو په بهیر کې تر سره شوی دی. له دې مخکې پر یو شمېر ولایتونو کې د نوملیکنې پر مرکزونو بریدونه شوي، چې مرګ و ژوبله او تښتونې هم لري.
https://avapress.com/vdchvinzv23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته