کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار د برچي په تذکرو مرکز کې ځانمرګي برید ۵۲ کسان وژلي

2 ثور 1397 ساعت 18:01

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ویلي، چې ۵۲ جسدونه او ۱۱۲ ټپیان اړوند روغتونونو ته لیږدول شوي دي.


امنیتي چارواکو ویلي، چې نن لس بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزه د قلعه ناظر د اړوند سیمې د تذکرو د وېش او ټاکنو لپاره د نوملیکنې پر مرکز ځانمرګی برید شوی، چې په  کې له ۳۰  ډېر کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت د دفتر ویاند نجیب دانش ویلي، چې له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان دي.
د سیمې اوسیدونکي وایي، چې چاودنه د شپږمې ناحیې د اړوند سیمې د آصف مایل د ښوونځي شاته د ټاکنو د نوملیکنې د بهیر لپاره د تذکرو اخیستلو پر څانګه رامنځته شوې، چې په کې ډېر ځاني زیان اوښتی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ویلي، چې ۵۲ جسدونه او ۱۱۲ ټپیان اړوند روغتونونو ته لیږدول شوي دي. 
عامې روغتیا وزارت د ۱۰ ټپیانو روغتیایِ حالت د اندېښني وړ ښودلی دی. 
داعش ډلې د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.
که څه هم امنیتي چارواکي د بشپړ امنیت نیولو ټینګار کوي؛ خو دا لومړنی ځانمرګی برید دی، چې د نوملیکنې د روانو دوه اوونیو په بهیر کې تر سره شوی دی. له دې مخکې پر یو شمېر ولایتونو کې د نوملیکنې پر مرکزونو بریدونه شوي، چې مرګ و ژوبله او تښتونې هم لري.


د مطلب کود: 162309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162309/د-کابل-ښار-برچي-په-تذکرو-مرکز-کې-ځانمرګي-برید-۵۲-کسان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com