دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 162330
په بامیان کې د ۳۶ ښځینه زده کوونکو مسمومیدنه
د بامیان سیمه ایز چارواکې وایی چی د بامیان ولایت په مرکز کې د شیرین هزاره لیسه ۳۶ تنه ښځینه زده کوونکې د بامیان په مرکز کې مسموم شوی او صحی اختلالاتو سره مخ شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ایوب آروین؛ د بامیان ولایت د معارف رییس وایی: پرون سهار ۳۶ تنه ښځینه زده کوونکې د شیرین هزاره لیسه حخه د بامیان په مرکز کې د نامعلومو دلایلو له امله مسموم شوی او روغتون ته لیږدول شوی دی.
په دی حال کې، داکتر فروغ الدین امیری؛ د بامیان ولایتی روغتون سرطبیب وایی: ۳۶ تنه زده کوونکې چی مسموم شوی وو دا روغتون ته لیږدول شوی دی؛ خو هغوی وضعیت ښه دی او په دی برخه کې څیړنې جریان لری.
مریم د شیرین هزاره یو زده کوونکې ده او وایی: موږ په صنف کې ناسته وو او یو وخت یو بوی مو استشمام کړله او ټول زده کوونکې مشکل پیدا کړ او موږ کلینیک ته ولیږدول شو.
 
https://avapress.com/vdcaeun6w49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته