په ننګرهار کې یوه حکومتي سرچینه وایي، پیښه وړمه شپه ناوخته د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې دغه کسان له حکومت او امنیتي بنسټونو سره د اړېکو لرلو په تور وژل شوي.
خو چارواکي وایي، وژل شوي کسان له دولت او یا هم امنستي بنسټونو سره یې هیڅ اړیکې نه لرل.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې دلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو څو ورځې مخکې په جوزجان ولایت کې هم یوه ماشوم په دې تړاو وژلی و چې له امنیتي ځواکونو سره اړیکې لري.
دا په داسې حال کې ده چې د داعشیانو پر وړاندې پوځي عملیات او هوایي بریدونه د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو سیمو کې دوام لري.