دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 162335
کابل کې برید په وړاندی د بیلابیلو چارواکو او سازمانونو غبرګون
په کابل کې برید نږدی ۱۷۰ کسانو ته مرګژوبله اوړولي او ددی برید په وړاندی بیلابیل چارواکې او سازمانونه غبرګون ښودلي دی.

د ناټو سرمنشي وايي، دا تړون به له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر شا وي.
ینس سټولټنبرګ دا خبره د کابل د خونړي برید په غبرګون په یوه ټویټري پیغام کې وکړه.
د کابل په دشت‎برچي کې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په دفتر دا برید داسې وخت شوی چې ګڼ ملکیان د نوم لیکنې لپاره غونډ شوي وو.
اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما هم په یوه بیان کې دا برید غندلی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ویلي چې ملګري ملتونه د دې برید له قربانیانو او کورنیو سره غمرازي ښيي او دې برید وښودله چې ترهګر د ملکیانو ژوند ته هېڅ پام نه‎کوي.
په رسنیو کې د دې برید د خپرو شویو انځورونو، عیني شاهدانو او چارواکو په خبره په وژل شویو کې ګڼې ښځې، سپين‎ږیري او ماشومان هم شامل دي.
تر دې مخکې د امریکا سفارت په کابل کې پرونی برید وحشیانه بللی او ویلي یې دي چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
داعش یا اسلامي دولت ډلې په خپل اعماق نومي خبري اژانس کې د کابل د پروني برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
 
https://avapress.com/vdcfm0dytw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته