دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 162338
جرمني د افغان پولیسو د روزنې لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي
جرمني ژمنه کړې چې د افغان پولیسو د روزنې او ظرفیت لوړولو لپاره به له پخوا زیات خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

دا ژمنه په افغانستان کې د جرمني د پولیسو مشر لارس ګرديس د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ته ورکړې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دواړو لوریو په پرونۍ لیدنه کې د افغان پولیسو د روزنې په چارو سربېره په کابل او بلخ ولایتونو کې د ښځو لپاره د خاصو تعلیمي مرکزونو په جوړولو هم خبرې وکړې.
د کورنیو چارو وزیر ښاغلي برمک ویلي چې د افغان پولیسو د روزنې لپاره د جرمني همکارۍ مهمې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciprazvt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته