دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 162357
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲٫۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰ قراردادونه منظور کړل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کېسیون اونیزه غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې کمېسیون ۳۴ قراردادونه وارزول او په پایله کې د ۲٫۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰ قراردادونه منظورکړل:
  1. د پکتیا ولایت د ګردېز ښار د اوبو رسولې شبکې پروژې قرارداد؛
    د کلیو پراختیا وزارت اړوند پروان ولایت چاریکار ښار کې د ۸ کیلو متره پاخه سرک جوړولو پروژې قرارداد؛
    د فاریاب ولایت د میمنې ښار د اوبو رسولو شبکې قرارداد چې داوطلب شرکت سره د نهایي مذاکرې په شرط منظور شو؛
    د افغانستان د ملکي او هوایي چلند خپلواکې ادارې اړوند د هرات بین المللي هوایي ډګر د پراختیا د تخنیکي مطالعې او تجهیز قرارداد؛
    د کابل ښاروالۍ د وسایطو او ماشین الاتو د اړتیا وړ درې ډوله (ډیزل، پټرول او خاورې) تېلو د برابرولو او تدارک قرارداد؛
    د لوړو زده کړو وزارت مرکز کدري روغتونونو او تحصیلي بنسټونو د اړتیا اعاشوي موادو د تهیې او تدارک قرارداد؛
    د مالیې وزارت د اړتیا وړ دوه ډوله تېلو د تهیې او تدارک قرارداد؛
    د افغانستان د تجاري معلوماتو سیستم پروګرام د اجرا لپاره د امکان سنجي او ډیزاین مطالعاتو ترسره کولو لپاره د مشورتي خدماتو قرارداد؛
    د افغانستان برېښنا شرکت اړوند بغلان ولایت اندراب ته متصل خنجان ولسوالۍ ساحو اړوند برېښنا شبکې د اړتیا وړ برقي تجهیزاتو د تدارک قرارداد؛
    د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ برېښنا چارو ساختماني او متفرقه تجهیزاتو د تهیې او تدارک قرارداد؛
    د عامې روغتیا وزارت تاسیساتو د اړتیا وړ یو قلم اکسېجن قرارداد؛
    د ۳۴ ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو لپاره د IT وسایلو د تدارک قرارداد؛
    د ملي دفاع وزارت اړوند د ۳ جنراتورونو اساسي ترمیم په موخه د پرزه جاتو د تهیې او تدارک پروژې قرارداد؛
    د ملي اردو تجهیزاتو او اسانتیاو او تاسیساتو د حفظ او مراقبت چوکاټي قرارداد؛
    د ۲۰۳ تندر قول اردو د پنځه قلمه اړتیا وړ تازه مېوې تدارک چوکاټي قرارداد
    د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک عمومي ریاست اړتیا وړ ۳۰ قلمه اعاشوي موادو چوکاټي قرارداد؛
    د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف خونو ریاست د ۲۶ قلمه اعاشوي موادو چوکاټي قرارداد؛
    د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو ثبت سیستم د حفظ او مراقبت خدماتو قېمت زیاتوالي سره د قرارداد تعدیل؛
    د لغمان ولایت ۱۰۰ بستره روغتون جوړولو قېمت زیاتوالي سره د قرارداد تعدیل؛
    د حامد کرزي، کندهار، هرات او مزار شریف بین المللي هوایي ډګرونو د امنیت تامین خدماتو پروژې قېمت لوړوالي سره د قرارداد تعدیل؛
سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي اردو پرسونل هوایي انتقالاتو قرارداد د اریانا افغان هوایي شرکت لپاره منظور کړ.
له بل لوري د لغمان ولایت مهترلام بابا پورې د عمرزي سرک پروژې قرارداد، د پکتیا ولایت سرخي کوتل پورې جاني خېل سرک، د پکتیا ولایت قاسم خېل پورې د احمدخېل سرک جوړولو پروژې قرارداد مودې غځولو غوښتنه، د بغلان ولایت د سل بستریز روغتون جوړولو پروژه او د ستر درستیز صحیه قومندانۍ د اړتیا لابراتواري ریجنټونو او طبي لوازمو د ۳۸۷ قلمه درملو قرارداد د مودې غځول هم کمېسیون تائید کړل.
په دې غونډه کې فواید عامې او عامې روغتیا وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې د خپلو انکشافي پروژو د زماني مدیریت او بشپړولو په اړه په ټاکلي وخت کې زیاته توجه وکړي.
په پای کې د حاجیانو لپاره د واکسین پر موضوع هم بحث او پرېکړه وشوه چې کوښښ دې وشي دا اړتیا هند سره د دولت په دولت قرارداد له لارې برابره شي.
د کمېسیون په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرسیتال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزارتونو سرپرستانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان د روڼتیا څار،  د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د فساد پر ضد مبارزې د څارنې او ارزونې ګډ کمېسیون رئیس، د سیګار، د یوناما او غوڅ ملاتړ استازو، ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcji8evauqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته