دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 162373
په بادغیس کې د ملی اردو نهه سرتیری وژل شوي
بادغیس کې امنیتی چارواکې وایی چی طالبانو تیره شپه د رای ورکولو نوملیکنې پر یو مرکز باندی برید کړي چی له امله د ملی اردو نهه سرتیری په شهادت رسیدلي دی.

غلام سرور حیدري د باغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر په وینا  تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د مرکز قلعه نو ښار سره نږدې د " باغبان" په سیمه کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په مرکز باندې په برید کې د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان شوي هم دي.
هغه وویل، چې سمیې ته تازه دم سرتیري هم استول شوي دي.
ښاغلي حیدري وویل، چې همداشان وسله والو طالبانو د دغه ولایت په دوو نورو سیمو کې هم د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې پنځه پولیس او یو ولسی پاڅون کوونکی وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د باغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امروویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د قادس ولسوالۍ د "لنګر" په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ، چې له امله یې یو ملي پولیس، یو سیمه ییز پولیس او یو ولسي پاڅون کوونکی ووژل شول او دا سیمه هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله.
ښاغلي حیدري وویل، چې وسله والو تیره شپه د قادس ولسوالۍ په دولس کیلو مترۍ کې د " جوالق" په سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته هم برید کړی، چې په پایله کې یې د ملي پولیسو درې سرتیري وژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وري د میاشتې په ۲۵ مه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راروانو ټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو د نوملړ د ترتیبولو لپاره د نوم لیکنې بهیر کړی، چې د بهیر د پیل سره سم د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې پر دغو مرکزونو بریدونه کړي دي.
https://avapress.com/vdchqinzx23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته