دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۵
د مطلب کود : 162386
په افغانستان کې د امریکا حضور سربیره، داعش نفوذ پوښتنه رامنځته کوونکې ده

 
حامد کرزی د افغانستان پخوانۍ ولسمشر یو ځل بیا د امریکا سیاستونو ته په افغانستان کې نیوکه وکړه او وایی چی په افغانستان کې د امریکا حضور سربیره، په هیواد کې جنګ او وینه تویونې ډیر شوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی کرزی چی د هند جنګ او سولې مطالعاتو انستیتوت ناسته کې خبری کولی وویل، په افغانستان کې افراط ګرایان او تروریستان پیاوړۍ شوی دی. هغه هغه برید چی په کابل کې ترسره شوی او مسؤولیت یی داعش ډله په غاړه اخیستی دی، هم پوښتنه منځته راوړونکې وبلل او وویل: ځنګه داعش افغانستان ته راغلل، دا هغه څه ده چی زه یی پوښتنه کوم؟ داعش زما حکومت یا طالبانو حکومت په وخت کې راشکاره نه شو. داعش څلور کاله مخکې په افغانستان کې په داسی حال کې راشکاره شو چی امریکا په افغانستان کې حضور درلود او ددی هیواد فضا اداره هم د امریکا په لاس کې وو.
له بل لوری، ښاغلی کرزی، امریکا په افغانستان کې د پاکستان مداخلو نادیده نیولو باندی تورن کړ: د افغانستان په ریاست جمهوری کې څو کاله مخکې موږ شپه د شپې ډوډی درلود او ډیر بحثونه رامنځته شو؛ او زه د پاکستان څخه می نیوکه کړ، خو جوبایدن، د امریکا پخوانۍ ولسمشر معاون پر میز باندی په لاس وهلو سره وویل چی پاکستان زموږ لپاره د افغانستان څخه پنځوس ځلې ښه دی.
 
 
https://avapress.com/vdcbw5b80rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته