دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 162389
جنرال مراد علی مراد د ځان په اړه د دندې څخه ګوښه کیدو ادعاوی رد کړل
د کورنیو چارو وزارت د امنیتی ستر امنیتی مرستیال جنرال مراد علی مراد هغه ادعاوی رد کړي چی ګواکې هغه د حکومت د مشرتابې له لوری د دندی څخه ګوښه شوی دی.

جنرال مراد د ولسمشر د حکم پر اساس د لوړپوړو جنرلانو تبدیلي او یا هم لیرې کول یو عادي امر وباله.
خو د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د ځان د تبدیلي او یا هم د ګوښه کولو په اړه تر اوسه کوم فرمان نه دی ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر یا د ارګ ماڼی چارواکو هم له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي مرستیال د جنرال مراد علي مراد د ګوښه کېدلو په هکله د خپراه شیو راپورونو په اړه غبرګون ښودلې وه.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند مرستیال ویاند شاه حسین مرتضاوي د جنرال مراد د ګوښه کېدلو په اړه راپورونه بې بنسټه وباله.
د ارګ ماڼی د ویند مرستیالې دراني وزیري هم ویلي، چې د جنرال مراد د ګوښه کېدلو اوازې بې بنسټه دی.
 
https://avapress.com/vdcevw8zojh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته