دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 162390
پاکستان د ډنډپټان لاره تړلي
افغان چارواکې وایی چی د ډنډپټان لاره د سوداګرو په وړاندی تړلي او دا ددی ورورسته شوی چی همدی سرحدی سیمه کې ځینی پاکستانې نظامی تاسیسات افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د افغان حکومت په وينا دا نظامي تاسيسات د پاکستاني پوځيانو له لوري د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته جوړ شوي وو، خو د طالبانو پرضد له عملياتو وروسته دا سيمه افغان حکومت په ولکه کې واخيستله.
د پکتيا د سوداګرۍ د خونو رئيس عبدالنصير عالميار په وینا د ډنډپټان لارې په تړل کېدو سره د کرښې دواړو غاړو ته لسګونه لارۍ موټرې چې په سوداګريزو مالونو بار دي، د لارې د خلاصېدو په تمه ولاړې دي.
د سوداګرۍ د خونو رئيس ښاغلي عالميار همدارنګه وويل، چې د دې لارې د خلاصېدو په اړه د دواړو غاړو د سوداګرو او چارواکو ترمنځ خبرې شوې، خو ظاهراً تر اوسه کومې نتيجې ته نه دي رسيدلي.
د ډنډپټان لاره يوه غير رسمي ترانزيټي لاره ده، چې د تورخم او سپين بولدک لارو په څېرې پرې سوداګريز مالونه انتقالېږي. د پکتيا، لوګر، غزني او د ځينو نورو ولايتونو يو شمېر سوداګر له دې لارې واردات او صادرات لري.
https://avapress.com/vdcgyx9qzak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته