دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 162395
هند افغان پوځ ته پوځي تجهیزات او وسلې ورکوي
د راپورونو له مخې، د هند حکومت مشرتابه د افغان پوځ د تجهیز او د پرمختللو وسلو د ورکولو په اړه غور کوي.
ټاکل شوې چې هند حکومت د جنګي چورلکو ترڅنګ، پوځي وسایط، د ټانکونو پرزې او توغندي د افغان پوځ واک ته وسپاري.
هندي چارواکو انډیا ټودی ورځپاڼې ته ویلي، چې د هند دفاع وزارت دا مهال د وسلو او تجهیزاتو پر یوه لیسټ کار کوي چې پر اساس به یې د هند پوځ اړوند اضافي وسلې او تجهیزات افغان پوځ وسپارل شي.
چارواکوي زیاتوي، چې د دې ترڅنګ به هند حکومت د پخواني شوروي اتحاد له یو شمېر هېوادونو څخه هم وسلې وپېري.
د چارواکو په وینا، هند حکومت د افغان جنګي چورلکو لپاره هم چمتووالي ښودلي او په نژدې راتلونکو میاشتو کې به څلور نوي چورلکې افغان پوځ وسپاري.
هند په تېرو شپاړس کلونو کې د افغانستان په بیارغونه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولي، د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د زرنج – دلارام لویه لار هغه سترې پروژې دي چې د هند له خوا پرې سلګونه میلیون ډالر لګول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په پایله کې هم د هند حکومت د افغانستان لپاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو یو نوې بسته اعلان کړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb95b8srhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته