د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
همدا راز د ننګرهار ولایت مقام وایي درې شکمن کسان هم د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په ورته وخت کې په شیرزادو ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې د القاعده شبکې دوه غړي وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو شمیر وسایط، زیاته اندازه چاودیدونکې توکې،مهمات،ځانمرګو بریدونو واسکټونه او د هوان مرمۍ تخریب شوي او دوه میله کلاشینکوفونه او یو میل تفنګچه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي .
د ولایت مقام په وینا، په ورته وخت کې د شیرزادو ولسوالۍ په ګدیخیلو سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې د القاعده شبکې دوه غړي له موټر سایکل او وسلو سره یې یو ځای لمنځه تللي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)