دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 162405
دفاع وزیر بهرامي په یوه ناڅاپي سفر له ډیورنډ کرښه لیدنه وکړه
د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي پرون پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ډیورنډ کرښې له صفري برخې څخه لیده وکړه.
د پکتیا ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې خبرپاڼه زیاتوي، چې د دوشبنې په ورځ د غرمې مخکې پکتيا والي شميم خان کټوازي او د ملي دفاع وزير ډګر جنرال ارکان حرب طارق شاه بهرامي او ورسره مل نظامي او ملکي پلاوي ډنډه پټان ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د ډنډ پټان ولسوالي په صفري کرښه د انځرکې او نري کنډونو له تازه جوړو شویو نظامي تاسیساتو او پرتو جزوتامونو څخه لیدنه وکړه.
د ولایت مقام په وینا،  په دې سفر کې د دفاع وزیر سربېره د پکتیا والي او په ملي شورا کې ددې ولایت یو شمېر استازو په ګډون د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان، ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان د پکتیا ملي امنیت ریس او د پکتیا ولایت یو شمیر ملکي ادارو ریسانو هم ګډون کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې ځایي چارواکو تېره اوونی ویلي وو، چې د ډنډه پټان ولسوالی اړوند په انځرکي کنډو او ټوپ سر کې د پاکستاني پوځ لخوا په جوړو شویو پوستو کې افغان سرحدي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
د چارواکو په وینا، دتیرې اوونی د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ د افغان او پاکستاني خواوو تر منځ تر بریاليو خبرو اترو اترو وروسته پاکستانيان دې ته اماده شول، چې نن له غرمې مخکې د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د انځرکي کنډو او ټوپ سر په سيمه کې خپلې جوړې شوې پوستې افغان ځواکونو ته تسليم کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzx0fkyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته