دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 162419
د دولتي پوهنتونونو او په بهر کې د ترلاسه شویو تحصیلي اسنادو د ارزونې او تایید بهیر آنلاین شوی دی
د لوړو زده کړو وزارت د الکټرونیکي حکومتولۍ او د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د څارنې په اړه خپلې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د لوړو زده کړو وزارت ویاندې، عارفې پیکار د سه شنبې په ورځ د روان کال د غوایي په ۴مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغو لاسته راوړنو په اړه زیاته کړه:" د الکټرونیکي حکومتولۍ په برخه کې د دولتي پوهنتونو د فارغ التحصیلانو د تحصیلي اسنادو د پړاوونو د طی کولو او په بهر کې د ترلاسه شویو تحصیلي اسنادو د ارزونې او تایید بهیر آنلاین شوی، دغه راز کابل پوهنتون کې د کتابونو د ډیجیټال کولو او د الکټرونیکي کتابتون د جوړولو چارې به په نېږدې وخت کې بشپړې شي، محصیلینو ته د بدل اعاشې د پیسو د ورکړې او د محصیلینو د ډيپلوم او نمرو د ټرانسکرپټ د پیسو د ورکړې بهیر بانکي شوي دي او په دولتي پوهنتونونو او لیلیو کې د انټرنټ د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه هم له اترا ادارې سره د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شوی دی."
مېرمن پیکار وویل، چې لوړو زده کړو وزارت په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې د کره توب او کیفیت د پیاوړتیا په موخه د زده کړو نړیوال پلټفورم ایډکس معرفي کړی، چې د زده کړو دغه الکټرونیکي پلټفورم ملاتړ د امریکا د یوه معتبر پوهنتون ( ایم آی ټي او مسي چوسټ) لخوا څخه کېږي. د زده کړو د دغه سیستم په پلي کېدو سره به د افغانستان پوهنتونونه د نړۍ د ۲۰۰ معتبرو پوهنتونو په منځ کې خپل درسي مواد یاد سیستم کې اپلوډ او د څه باندې دوو سوو میلیونو کاروونکو په واک کې به یې ورکړي. همدارنګه د افغانستان د سترو پوهنتونونو استادان د زده کړو لپاره امریکایي پوهنتونونو ته ور پېژندل شوي، چې تر بېرته راتلو وروسته به د زونونو په کچه د نورو پوهنتونونو سره د زده کړو د یاد پلټفورم د عملي کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاندې په زیربنایي برخه کې د خپلو لاسته راوړنو یادونه هم وکړه او ویې ویل:" د ۲۸ میلیونو افغانیو په لګښت د کابل د علي آباد په تدریسي روغتون کې د سرطان د تشخیص او درملنې د لومړي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوې، دغه راز روان کال کې د دولتي پوهنتونونو د لابراتوارونو او کتابتونونو د پراختیا په خاطر شپږ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، د پنځه میلیونو او ۱۳۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت بامیانو، کونړ، بادغیس، هلمند او تخار ولایتونو کې نجونو ته د معیاري لیلیو د جوړولو چارې پیل او د روان کال تر پایه به بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
دغه راز نوموړې د استادانو د ظرفیت د لوړولو په موخه د پنځه میلیونو افغانیو ځانګړي کېدل، په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ پروګرام لپاره د ۳۰۰ پوهیالیو استادانو معرفي کېدل، د کانکور په سږنۍ آزموینه کې د نجونو لپاره د لومړیتوب لرونکو څانګو د ۶۸۵۰ سېټونو ځانګړي کېدل، د شپږو خصوصي پوهنتونو فارغانو ته د ډیپلومونو وېش او د ارزونو تر مثبتو پایلو وروسته د ټولو خصوصي پوهنتونو فارغانو ته د ډیپلومونو وېشل د دغه وزارت د نورو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل. مېرمن پیکار زیاته کړه:" د پوهنتونونو د ښه مدیریت په خاطر تقنیني اسناد تر بیا کتنې لاندې نیول شوي، چې له هغې ډلې د لوړو زده کړو د قانون په تعدیل سره د ۲۴۰۰ څخه د زیاتو پوهیالیو استادانو د ګوښه کېدو مخه نیول شوې ده.
عارفې پیکار وویل، چې په ۱۳ ولایتونو کې د کانکور آزموینه په بریالیتوب سره تر سره شوې او تمه ده، چې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې به په ۳۸ حوزو کې د کانکور آزموینه بشپړه او د تازه شامل شویو محصیلینو زده کړې به د مني په سمسټر کې پیل شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizraz3t1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته