د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند لومړی وزیر ته په غیر مستقیم خبرداری ورکړی چې له امریکا سره د اړېکو د ټیګولو په برخه کې له احتیاطه کار واخلي.
د هند لومړی وزیر ته د حامد کرزي غیر مستقیم خبرداری
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 ثور 1397 ساعت 18:43
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند لومړی وزیر ته په غیر مستقیم خبرداری ورکړی چې له امریکا سره د اړېکو د ټیګولو په برخه کې له احتیاطه کار واخلي.
د هند ورځپاڼه انډیا ټودی د پخواني ولسمشر له قوله په یوه راپور کې لیکلي، چې د هند لومړی وزیر نرندرا دې له امریکا سره د دوو اړخېزو اړېکو په باب له احتیاطه کار واخلي.
نوموړی د امریکا متحده ایالتونو پر حکومت نیوکه کړی چې د پوځي مداخلاتو او بمباریو سره سره امریکا په افغانستان کې د سولې او امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی.
ښاغلي کرزي ویلي، چې د امریکا پوځ د ترهګرو پر ضد د مبارزې په موخه افغانستان ته راغلي وه خو د واشنګټن پوځي مداخلې د دې سبب شوې چې هېواد یې ویجاړې شي او د اسلامي دولت تر نوم لاندې وسله وال د امریکا په حضور کې راڅرګند شي.
هغه دا ادعا هم وکړه، چې د امریکا متحده ایالتونو پوځویانو افغانستان یې د خپلو وسلو د ازموینو ډګر ته ګرځولی دی.
د هېواد پخواني ولسمشر ادعا کوي، چې د امریکایي پوځیانو د عملیاتو په ترڅ کې یوازې بې ګناه افغانان وژل کېږي او ټینګار یې وګړه چې د امریکا دغه فعالیتونه یوازې نفروتونو ته لمن وهي.
پخواني ولسمشر په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په موخه د هند، روسیې او چین ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دغه صورت کې به اسیا د نړی په کچه تر ټولو سوکاله او په ځواکمنه سیمه بدله شي.
د مطلب کود: 162455