کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین وايي، چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې منځګړیتوب وکړي

4 ثور 1397 ساعت 19:03

د چین د دفاع وزارت وايي، پېکینګ اماده دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې بې طرفانه منځګړیتوب وکړي.


د چین د دفاع وزیر دا څرګندونې په پېکینګ کې د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وکړې.
چین په داسې حال کې د افغانستان د سولې په برخه کې د منځګړیتوب خبره کوي چې تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د لوړپوړي چینايي چارواکو سره په لیدنو کې له دې هېواد څخه د افغانستان په سوله او ثبات کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د شانګهای د همکارۍ د سازمان د دفاع وزیرانو په پېنکینګ د سې شنبې د ورځې په غونډه کې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد پر شریکې مبارزې ټینګار وکړ.
د چین د دفاع وزیر وي فینګ چې هېواد یې د دې غونډې کوربه وویل، پېکینګ چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بې طرفه منځګړیتوب وکړي.
د چین د دفاع وزیر همدارنګه وویل چې د شانګهاۍ د غړیو هېوادونو د دفاع وزارتونو ترمنځ همکارۍ په سیمه کې د ثبات په ساتلو کې مهم رول لوبولی شي.
د چین دا لوړپوړی چارواکی د افغانستان په سوله کې د همکارۍ وړاندیز څو ورځې وروسته له هغې کوي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په یو دري ورځني سفر چین ته تللی و او هلته یې له چینايي چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې او بحثونه وکړل.


د مطلب کود: 162458

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162458/چین-وايي-چمتو-دی-د-افغان-حکومت-او-طالبانو-ترمنځ-خبرو-کې-منځګړیتوب-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com