دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۹
د مطلب کود : 162475
په مزارشریف کې د جرمنی ۱۰۳ تنو نظامیانو ځای پرځای کیدنه
په افغانستان کې د ناتو او امریکایی ځواکونو قومانده په مزارشریف کې د جرمنی ۱۰۳ تنو نظامیانو ځای پرځای کیدنی څخه خبر ورکوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جنرال جان نیلکلسون، ناتو او امریکایی ځواکونو قومانده په افغانستان کې اعلان کړ چی جرمنی ۱۰۳ تنه نظامیان د جرمنی نظامیانو په پایګاه مزارشریف کې ځای پرځای شوي.
دا نظامیان د ناتو ملاتړ ځواکونو تر امر لاندی افغانستان امنیتی ځواکونو ته زده کړي او مشورت ورکولو دنده په غاړه لری.
په افغانستان کې د ناتو ملاتړ ځواکونو جزئیاتو په اساس په بیانیه کې راغلی دی چی په افغانستان کې د امنیتی ځواکونو سره مرستې او زده کړی او مشورت ورکولو لپاره د جرمنی نظامیانو ډیریدو لمړنۍ دور شروع شوی دی.
ددی اطلاعیه په ادامه کې راغلی دی چی په دی دور کې ۱۰۳ تنه جرمنی نظامیان افغانستان ته د رسیدو وروسته په مزارشریف کې ځای پرځای شوی دی.
دا ځواکونه قرار دی خپل ماموریت د مارمل په پایګاه کې چی په مزارشریف کې دی او پامیر پایګاه کې چی په قندوز کې دی شروع کړی.
 
 
https://avapress.com/vdca0un6m49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته