دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 162477
په پاکستان کې د بلوچستان مرکز کوټه کې د پولیسو پر موټر باندی ځانمرګي برید
د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټي چارواکې وایی چی په کوټه کې د پولیسو پر موتر باندی ځانکرګي برید شوی او له امله یی ځینی پولیسانو ته مرګژوبله اوښتي ده.

د کوټې ښار د پولیسو مشر رزاق چیمه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د سې شنبې په ورځ ماښام د کوټې ښار د هوايي ډګر پر سړک د پولیسو پر یوه موټر ځانمرګی برید وشو چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ پولیسان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
چارواکي وايي چې د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته وړي او زیاتوي چې دا په کوټه کې تېره ورځ درېیم ځانمرګی برید و چې امنیتي ځواکونو یې په نښه کړل.
تر دې مخکې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې «ISPR» هم د سې شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د کوټې په لېرې پرتې سیمې میا غونډۍ کې د سرحدي عسکرو یوه چېک پوسټ ته نېږدې دوه چاودنې او ډزې وشوې چې په‎کې د ملېشه ځواک اته سرتېري ژوبل شول.

په کوټه کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګي بریدونه تر هغې وروسته شوي چې څو ورځې وړاندې په دغه ښار کې پر عیسایانو وسله‎وال بریدونه شوي چې وروسته یې بیا مسؤلیت داعش وسله‎والې ډلې پر غاړه اخېستی.
 په کوټه کې لا تردې دمه د دغه ځانمرګو بریدونو مسؤلیت کومې وسله‎والې ډلې نه‎دی منلی.
 
https://avapress.com/vdccmiqsm2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته