دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 162504
بهرنیو ځواکونو په پکتیا کې د طالبانو ډلمشر مجاهد وژلي
د پکتیا ولایت اریوب ځاځیو ولسوالی په مربوطاتو کې د طالبانو یوه سیمه ییز قوماندان مجاهد د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی.
په سوېل ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، د طالبانو دغه قوماندان د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوی.
د تندر قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «د ائتلافي هوایي ځواکونو د پکتیا ولایت آریوب ځاځیو ولسوالۍ د تنک په سیمه کې په یوه هوایي برید کې د وسله والو طالبانو یو تن قوماندان مجاهد د سورګل زوی وژلی دی.»
سرچېنه زیاتوي، چې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دریمې پلې لوا منسوبینو د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د آرزو پوسته په سیمه کې له وسوله والو مخالفینو سره په نښته کې دوه تنه وسله وال ترهګر وژلي.
د تندر قول اردو په وینا، په دغه نښته کې دوه تنه وسله وال ژوبل هم شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د نښتې په پایله کې د وسله والو دوه میله کلاشنکوفونه او یو عراده موټر سایکل لمنځه تللي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzx0foyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته