دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود : 162512
نېږدې ۷۰ ترهګر د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وژل شوي ټپیان شوي دي.
د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۶۸ ترهګر وژل شوي او ۲۶ نور یې ټپیان شوي دي.
 د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، د چهارشنبې په ورځ د روان کال د غوایي په ۵ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: "چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، ۱۹ ترهګر د ارزګان ولایت د مرکز اړوند سیمو، د څلورو داعشیانو په ګډون ۱۶ ترهګر د ننګرهار په خوګیاڼو او شیرزاد ولسوالیو، ۱۲ ترهګر د کندز په خان آباد او دشت ارچي ولسوالیو، ۸ ترهګر د لغمان په علینګار ولسوالۍ، ۸ ترهګر د کونړ په چپې درې او شلتن ولسوالیو، یو ترهګر د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ او ۵ ترهګر د پکتیا په زرمت او ځاځي اریوب ولسوالیو کې وژل شوي دي."
نوموړي زیاته کړه، همدا اوس په ۱۱ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۱ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۷۰ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۱۴ هوایي بریدونه شوي دي.
د رادمنش په خبره، چې د عملیاتو دوام به د ترهګرو د ځپلو، د امنیت د ټینګښت او د ټولګټو پروژو د پلي کېدو زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۹۵ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، کونړ، لغمان، کاپیسا، پکتیا، لوګر، خوست، ارزګان، کندهار، هرات، بلخ او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي
 
https://avapress.com/vdccsiqsi2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته