د والي ویاند دوست محمد نایاب په وینا دغه کسان وسلهوالو طالبانو هغه مهال وژلي کله چې یاد کسان له ترینکوټ نه کندهار ښار ته پر لارې و.
نوموړی وايي چې وسلهوالو طالبانو دغه کسان د نامعلومو دلایلو له مخې وژلي.
نایاب زیاتوي چې وژل شوي کسان ۲ تنه هټۍوال دي او یو استاد دی او پاتې دوه نور هم عام خلک وو.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.