دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۸
د مطلب کود : 162519
د اسامه بن لادن "ساتونکی" په جرمني کې کډوال دی
جرمني رسنیو راپور ورکړی دی چې د القاعده ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د یو ساتونکي د اقامي اسناد تمدید شوي نه دي، خو هغه لا هم په دغه هېواد کې ژوند کوي.
د دغه ساتونکي مستعار نوم سمیع آی ښودل شوی دی. د جرمني امنیتي چارواکي وایي چې هغه د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ کلونو کې ترمنځ په افغانستان کې د القاعده ډلې په مرکز کې روزل شوی او بیا د اسامه بن لادن امنیتي ساتونکی و.
د جرمني د بیلډ ورځپاڼې راپور وايي چې هغه له ۱۹۹۷ کال راپدیخوا د بوخم په ښار کې له خپلې جرمنۍ میرمنې او دریو اولادونو سره ژوند کوي.
حکومت په ۲۰۰۵ کې د هغه د دایمي اقامې اسناد تمدید نکړل خو هغه خپل هېواد تونس ته ځکه نه شړل کېږي چې د شکنجې او ځورونې له خطر سره مخامخ دی. له سمیع سره د جرمني حکومت هره میاشت ۱۴۳۰ډالر مرسته کوي چې وپايي او همدغه راز د هغه کورنۍ سره هم د کور، جامو او نورو وسایلو مرستې کیږي.
د سمیع کیسه له هغه وروسته رسوا شوه چې یوې سیاسي ډلې له حکومت څخه وغوښتل چې د سمیع د ځای ځایکي په اړه معلومات ورکړي.
په ۲۰۰۵ کال کې په یوې محکمې کې د سمیع پر ضد اسناد او شواهد وړاندې کړل شول چې هغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحد کې د اسامه بن لادن ساتونکی و، خو هغه دا تور رد کړی دی. قاضیانو هم باور درلود چې اسناد او شواهد سم دي.
په ۲۰۱۷ کال کې محکمې پرېکړه وکړه چې هغه به خپل هېواد تونس ته نه شړل کیږي چې ژوند یې په خطر کې دی. جرمني د امنیتي ملحوظاتو له کبله د هغه اسناد نه تمدیدوي خو هغه له ۲۰۰۶ کال راهېسې هره ورځ پولیسو ته د خپلو ورځنیو چارو راپور ورکوي.
د القاعده ډلې مشر او غړي یې په ٨٠ لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د افغان مجاهدینو ننګه وکړه، خو د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته دغه ډله په افغانستان کې پاتې شوه او بیا د طالبانو د نظام قوي ملاتړې وه.
امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ کې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې وواژه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjv8evhuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته