دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 162552
کابل کې دوهمه امنیتی حوزه کې ماین چاودنه
تیره شپه کابل دوهم امنیتی حوزه کې د ماین چاودنې له امله د ملی پولیسو یو سرتیری تپی شوی.

د کابل د امنیه قومانداني ویاند حشت ستانکزي وایي، پیښه د دوهمې امنیتي حوزې اړوند عبدالرحمن جومات ته څېرمه رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې پیښه د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې او په ترڅ کې یوه پولیس سرتېری ټپي شوی دی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې عیني شاهدانو له دې وړاندې ویلي وو چې د ښار په مرکز کې د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
د دولت ضد وسله والې ډلې په وروستیو میاشتو کې هڅې کوي تر څو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپل بریدونو ته زور ورکړي.
نن سهار د کابل ښار د کمپني په سیمه کې هم وسله والو د ملي پولیسو پر یوه پوسته برید کړي و چې د چارواکو له مخې د برید په ترڅ کې دوه تنه پولیس سرتېري ټپیان شوي.
 
https://avapress.com/vdcgnx9qxak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې