دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 162562
د امریکا او روسیې لوی درستیزانو د افغانستان په اړه بحث او خبرې وکړې
د پاکستان پوځ وایي د پاکستان او روسیې لوی درستیزانو د افغانستان په ګډون د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د روسیې لوی درستیز جنرال والیري واسیلیویچ سره د کتنې پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې سوله او امنیت د سیمې د امنیت لپاره اړینه ده.
نوموړی زیاته کړه، چې پاکستان چمتو دی چې د افغان سولې له بهیر سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
جنرال باجوه دا هم ویلي، چې پاکستان د هیڅ هېواد پر وړاندې ویجاړونکي پلانونه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې افغان او امریکایي چارواکي په دې باور دی چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي په پاکستان کې د وسله والو او ترهګرو له امن ځایونو سره مستقیم تړاو لري.
چارواکي وایي، د طالبانو او حقاني شبکې مشران لا هم په پاکسان کې میشت دي او له خپلو امن ځایونو څخه په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو د پلانونو په جوړولو او پلي کولو بوخت دي.
په همدې حال کې د روسیې لوی درستیز د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان پوځ د قربانیو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې هېواد یې افغان سولې په اړه د پاکستان د هلو ځلو ملاتړ کوي.
جنرال واسیلیویچ وایي، مسکو له افغان سولې سره مرستې ته ژمن دی او هېواد به یې د افغان سولې لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-inzi23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته