د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د روسیې فدراتیف جمهوریت په سوچي ښار کې د نړۍ د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په نهم امنیتي کنفرانس کې د ګډون پر مهال د بلاروس د ملي امنیت له سلاکار ښاغلي زاس ستانسیلوف سره د نظامي همکاریو د پراختیا په موخه ځانګړي ناسته وکړه.
ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر له بلاروس څخه مننه وکړه، چې د هندوستان په مالي همکارۍ د ځانګړي تړون له مخې افغان پوځ ته جنګي چورلکې چمتو کوي. ښاغلي اتمر زیاته کړه د ترهګریزو غلچکیو بریدونو او د ترهګریزو ګروپونو د محوه کولو په کار کې جنګي چورلکې د پام وړ اغیر لري. دواړو لورو د امنیتي او نظامی همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه.
په دې لیدنه کې داړو لورو په سیمه کې د تروریستي ګواښونو د مخنیوي او اقتصادي اړیکو د پراختیا پر بیلابیلو برخو بحثونه کړل.